CineAmnios y capas germinales |
Compre ahoraDe La biología del desarrollo prenatal |
Guión: په يوه اوونۍ کې د داخلي حجروي کتلې ژوانکې دوه طبقې جوړوي چې د هايپوبلاسټ او ايپي بلاسټ په نامه يادېږي. هايپوبلاسټ وده ورکوي د هګۍ د ژېړو (کڅوړې) ته، چې يو له هغو جوړښتونو څخه چې له هغې لارې مور خوراک تهيه کوي. لومړني جنين ته. (يعنې) د ايپي بلاسټ له حجرو څخه تشکيلېږي يوه غشا چې د امنيون په نامه يادېږي، په جنين کې او وروسته بيا نازېږېدلی ماشوم تر زېږېدلو پورې وده کوي. تقريباً په ۱/۲ ۲ اوونيو کې، ايپي بلاسټ تشکل موندلى وي. ۳ ځانګړي نسجونه يا د نطفې (جرم) طبقې، چې د ايکټوډرم اينډوډرم ، او ميسوډرم په نامه ياديږي ايکټوډرم وده ورکوي يو شمېر جو ړښتونو ته چې په کې دماغ، شوکي نخاع ، اعصاب ، پوستکی ، نوکان ، او وېښتان شامل دي. اينډوډرم د تنفسي سيستم استر او هضمي قنات، او د عمده غړو برخي لکه ځګر (ينه) او تريخى منځ ته راوړي. له ميزوډرم څخه، زړه، پښتورګي ، هډوکي ، کرپندوکي ، عضلې ، د وينې حجرې، او نور جوړښتونه منځته راځي. |
Todas las edades en referencia a la fecundación, no al último período menstrual.
|
< Anterior | Ver fotos instantáneas | Siguiente > |