Skip Navigation

National Geographic Society Este programa se distribuye en los Estados Unidos y Canadá por National Geographic y EHD. [obtenga más información]

DVD ilustrado plurilingüe

La biología del desarrollo prenatal




د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


 

Descargar versión en formato PDF  ¿Qué es PDF?
 

Desarrollo embrionario: 4 a 6 semanas

Capítulo 11   4 semanas: líquido amniótico

‏۴ اوونيو کې ‏صاف امنيون جنين احاطه کوي ‏له مايع څخه په ډکه کڅوړه کې. ‏دغه شنډه مايع ‏د امنيوټيک مايع په نامه يادېږي، ‏چې جنين له ټپي کېدو څخه ساتي.

Capítulo 12   El corazón en acción

‏زړه عموماً په يوه دقيقه کې ۱۱۳ ځله درځيږي.

‏وګورئ چې زړه خپل رنګ څنګه بدلوي ‏کله چې وينه جوفونو ته وردننه کېږي او د هر ټوپ سره ورڅخه خارجېږي.

‏او زړه تقريباً ‏۵۴ ميليونه ځله مخکې له زېږېدو څخه ‏او له ۳۲ بليونو ځلو څخه زيات ‏د اتيا کالو د عمر په موده کې درځېږي.

Capítulo 13   Crecimiento del cerebro

‏د دماغ د چټکې ودې ثبوت دا دی چې بڼه يې په ‏مخکيني دماغ، ‏منځني دماغ، ‏او شاتني دماغ کې بدلون مومي.

Capítulo 14   Esbozos de las extremidades y piel

‏د پورتنيو او ښکتنيو غړيو وده پېل کېږي ‏(يعنې) په ۴ اوونيو کې د غړو د غوټيو په څرګندېدلو سره .

‏پوستکی په دې وخت کې شفاف وي ‏ځکه چې يواځې يوه ژوانکه پېړوالی لري.

‏پوستکى د پېړوالي سره، ‏دغه شفافيت له لاسه ورکوي، ‏په دې معنا چې مونږ به يواځې وکولاى شو هغه داخلي غړي ووينو چې ‏ تقريباً تر بلې مياشتې پورې وده کوي.

Capítulo 15   5 semanas: hemisferios cerebrales

‏د ۴ او ۵ اوونيو ترمينځ، ‏دماغ خپلې چټکې ودې ته دوام ورکوي ‏او په ۵ بېلابېلو برخو وېشل کېږي.

‏سر د ټول جنين تقريباً ٣ /١ برخه تشکيلوي.

‏د دماغ نيمکرې څرګندېږي، ‏ورو ورو د دماغ په سترو برخو بدلېږي.

‏په پای کې دندې د دماغي نيمکرو په واسطه اداره کېږي ‏(چې دا دندې) عبارت دي له: فکر کولو ، زده کړې ، ‏حفظ کولو ، خبرې کولو، ليدلو، ‏اورېدلو، خپلواک حرکتونه، ‏او د ستونځو حلولو څخه.

Capítulo 16   Vías respiratorias principales

‏په تنفسی سيستم کې، ‏ د اصلي تنې ښي او کيڼ برانشي موجود دي ‏او په پای کې يوځای کوي ‏(يعنې) قصبة الريه يا هوايي نل ‏له سږو سره.

Capítulo 17   Hígado y riñones

‏پام وکړئ چې غټه ينه (ځګر) چې بطن ډکوي ‏د درځيدونکي زړه ترڅنګ.

‏دايمي پښتورګي په ۵ اوونيو کې څرګندېږي.

Capítulo 18   Saco vitelino y células germinales

‏د هګۍ د ژېړو کڅوړه د لومړنيو تکثري ژوانکو لرونکې وي. ‏چې د جرم د ژوانکو په نامه يادېږي. ‏په ۵ اوونيو کې ‏دغه د جرم حجرې لېږدول کېږي ‏تکثري غړو ته ‏د پښتورګو ترڅنګ.

Capítulo 19   Placas de las manos y cartílago

‏همداراز په ۵ اوونيو کې، ‏جنين توليدوي د لاس خپړه ‏او د کرپاندوکو جوړېدل له ۱/۲ ۵ اوونيو وروسته پېل کېږي.

‏دلته مونږ ليدلای شو د کيڼ لاس خپړه ‏او مړوند په ۵ اوونيو او ۶ ورځو کې.