Skip Navigation

National Geographic Society Este programa se distribuye en los Estados Unidos y Canadá por National Geographic y EHD. [obtenga más información]

DVD ilustrado plurilingüe

La biología del desarrollo prenatal


8 a 12 semanas


د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


 

Descargar versión en formato PDF  ¿Qué es PDF?
 

El período fetal (8 semanas hasta el nacimiento)

Capítulo 37   9 semanas: deglute, suspira y se despereza

‏جنيني (فيټال) دوره تر زېږېدو پورې دوام کوي.

‏۹ اوونيوکې، د کټې ګوتې رودل پېل کېږي ‏او نازېږېدلی ماشوم کولای شي (امنياټيک) مايع ګوټ( بلع )کړي.

‏نازېږېدلی ماشوم همدارنګه کولای شي يو څيز کلک ونيسي، ‏خپل سر وړاندې او وروسته خوځوي ، ‏ژامې خلاصې او بندې کوي، ژبه ښوروي، اوسيلى کاږي او ځان غځوي.

‏عصبي اخذې پر مخ، د لاسونو په ورغوو کې ‏او د پښو په تلو کې معمولي لمس احساسولای شي.

‏د پښو په تلو د يو معمولي لمس په ځواب کې ‏نازېږېدلی ماشوم به خپل ورون او زنګون کوږ کړي او د پښو کټې ګوتې به تاوې کړي.

‏د سترګو لېمه اوس په بشپړه توګه بند وي.

‏په حنجره کې، د صوتي رشتو څرګندېدل ‏صوتي رشتې د ودې اشارې ورکوي.

‏په ښځينه نازېږېدلي ماشوم کې زهدان (رحم) د پېژندنې وړ دی ‏او نابالغې تکثري حجرې، چې د اووګونيا په نامه يادېږي، ‏په تخمدان کې دننه د اصل په څېر کېږي.

‏بهرني تناسلي اعضا د ځان په څرګندولو پېل کوي ‏(يعنې) د نرينه يا ښځينه په توګه.

Capítulo 38   10 semanas: pone lo ojos en blanco y bosteza, aparecen las uñas y huellas digitales

‏يو ناڅاپي ګړندۍ وده د ۹ او ۱۰ اوونيو ترمينځ ‏د بدن وزن ۷۵٪ زياتوي.

‏۱۰ اوونيو کې، د پورتنيو لېمو هڅېدنه ‏د ښکته په لور د سترګو د تاويدو سبب ګرځي.

‏نازېږېدلى ماشوم ارږمى اوباسي او زياترهً خوله وازوي او بندوي.

‏زياتره نازېږېدلي ماشومان د خپل ښي لاس کټه ګوته روي.

‏د کولمو مقطع د بطني رشتې په دننه کې ‏بېرته بطني خاليګاه ته راګرځي.

‏د هډوکو د تشکيلېدو مرحله په زياترو هډوکو کې روانه ده.

‏د لاسونو د ګوتو او د پښو د کټو ګوتو نوکان په وده پېل کوي.

‏له القاح څخه ۱۰ اوونۍ وروسته د ګوتو ځانګړې نښې څرګندېږي. ‏دغه نښې د ژوند په اوږدو کې د پېژندګلوۍ لپاره استعماليدای شي.

Capítulo 39   11 semanas: absorbe glucosa y agua

‏۱۱ اوونيوته نژدې ‏پوزه او شونډې په بشپړه توګه تشکېليږي. ‏لکه د بدن د نورو غړو په شان، ‏په هر پړاو کې د دوی بڼه بدلېږي ‏(يعنې) د انسان د ژوند په دوران کې.

‏کولمې د ګلوکوز او اوبو په جذبولو پېل کوي ‏چې د نازېږېدلي ماشوم په واسطه ګوټ (بلع) شوى وي.

‏سره له دې چې جنس تعيينېږي، ‏(البته) د القاح له وخته ‏خو بهرني جنسي غړي اوس کېداى شي چې ‏مشخص شي. ‏(يعنې) د نرينه يا ښځينه په توګه.
8 a 12 semanas